کمپیوتر سرویس ته هرکله راشی!
به کمپیوتر سرویس خوش آمدید!
Home خانه
چین د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر جوړ کړی
چین د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر جوړ کړی
چینایي ساینس پوهانو د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر «Sunway» جوړ کړی، چې له دې وړاندې به ټولې سوپر کمپیوټرې شاته پریږدي.
په ایف سي ۱۶ کانفرانس کې چې په جرمني کې تنظیم شوی و د نړۍ تر ټولو ۵۰۰ چټکو کمپیوټرو لست وړاندې شو، په دغه لړ کې د چین سوپر کمپیوټر لومړی مقام خپل کړ.
دغه کمپیوټر ته Tianhe-3 یا TH-3 (Sunway) نوم ورکړل شوی دی، له دغه سوپر کمپیوټره به په ساینسي او طبي څیړنو کې ګټه اخیستل کیږي.
چین په دغه کانفرانس کې د يو داسې نوي سوپر کمپيوټر څخه پرده پورته کړه چې کولای شي په يوه ثانيه کې تر ۳۳.۸۶ ډریلین نه زياتې حسابي معادلې ترسره کړي، دغه کمپیوټر به په یوه وخت د ۱۳۰۰ساینسپوهانو او انجینرانو په مرسته پر مخ ځي، په دې کمپيوټر ۳۹۰ ملیونه ډالره لګښت شوی، او په دې کې ۳ ملیونه پراسیسرې ځای پر ځای شوي دي.
بیل ګېټس ښايي د نړۍ لومړنی تریلیونر شي
بیل ګېټس ښايي د نړۍ لومړنی تریلیونر شي
بیل گېټس ښايي د نړۍ د لومړني تریلیونر کېدلو لپاره ۹۱۵،۶ میلیارده ډالر ونه لري، خو ځینې پلټنې ښيي چې نوموړی تریلیونر کېدلو ته له هغه نږدې دی، چې نور یې په اړه فکر کوي. برتانیا کې د نړۍ ۱۰۴ میلیاردران اوسېږي بل ګیټس بیا هم د نړۍ تر ټولو شتمن سړی بلل شوی.
یوی خور میسج کړی وه: چی ایا main memory د cpu یوه برخه نده...؟؟؟
یوی خور میسج کړی وه: چی ایا main memory د cpu یوه برخه نده...؟؟؟
تبصره:
که څوک د RAM نوم اخلي، که څوک Physical Memory یادوي، او که څوک Main Memory نوم اخلي، نو پوه شی چی دا دری واړه نومونه یو ډول معنی لري، یعنی RAM, Physical Memory, Main Memory دری واړه یو شان دي.
مګر main memory ته هیڅکله د cpu برخه نشو ویلی، په بله معنی main memory جدا هارډویر ده چی د bus په واسطه له cpu سره وصلیږي. د cpu میموری د cache په نامه یادیږي.
د cache memory چیرته وجود لري؟؟؟
د پروسیسر په داخل کی هغه پټه حافظه چی ډیټا پکی د لنډ وخت لپاره ساتل کیږی، د cache memory په نامه یادیږی، یا د CPU او RAM په منځ کی یوه کوچنی چټکه حافظه ده، چی معلومات پکی د لنډ وخت لپاره ساتل کیږی.
د نړۍ تر ټولو چټک « ۱۲۸» جي بي ریم لرونکی لیپټاپ وړاندې شو
د نړۍ تر ټولو چټک « ۱۲۸» جي بي ریم لرونکی لیپټاپ وړاندې شو
د چین مشهورې کمپنۍ لینوو په لندن کې د یوه کانفرنس له مخې د ۱۲۸ جي بي ریم لرونکي تهنک پيډ پي ۵۲ «Lenovo ThinkPad P52» نومې لیپټاپ وړاندې کړ.
دا د نړۍ لومړی تر ټولو ستر ریم لرونکی لیپټاپ دی چې په یو شمېر هېوادونو کې به د روانې «جون» میاشتې په پای کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.
دا لیپټاپ اتم جنریشن دی چې په کې «انټیل ایکسیون هیکزا کور، او Nvidia پي ۳۲۰۰ جي پي یو» پراسیسر ځای پر ځای شوی، چې ددې حافظه «سټوریج» ۶۰۰۰ جي بي یعنې «6 TB» دی، چې لویه ځانګړنه یې ددې ریم RAM دی.
چين درستې نړۍ ته وړيا انټرنيټ ورکوي
چين درستې نړۍ ته وړيا انټرنيټ ورکوي
موږ او تاسې خو چې ډېر زور ووهو نو يوازې څو جي بي انټرنيټ په سلګونو افغانيو واخلو او هغه هم راڅخه کمپنۍ غلا کړي، خو نوی خبر دا دی چې يوې چينايي کمپنۍ تابيا نيولې چې درستې نړۍ ته به وړيا انټرنيټ ورکوي. د لنک شیور نیټورک په نامه يوه چينايي کمپنۍ وايي، دوی به تر دوه زره شپږ ويشتم کال پورې فضا ته دوه سوه او دوه اويا سټلايټونه ولېږي چې درسته نړۍ به يې محاصره کړې وې.
دغه سټيلايټونه به نړۍ ته انټرنيټ ورکوي، هغه هم په بشپړه توګه وړيا.
ساینس او تخنیک
ساینس او تخنیک
څلورکاله مخکې ګوګل پریوې داسې پروژې کار شروع کړ، چی پرمټ به یې موټر بیله موتروان څخه ترخپل ټاکلي هدف پورې رسیږي. البته دغه ډول پروژه نه یواځې داچې ډیره پرمختللې تکنالوژي باید پکې وکارول شي؛ بلکی دامریکایي قانون پوهانو څخه باید دچلولو اجازه هم ترلاسه کړی. تراوسه پوری ددی موتر دچلولو اجازه ګوګل شرکت ته نده ورکول شوې، خو یواځې د ازموینې لپاره اجازه ورته ورکړل شوې وه، چې ازموینه یې هم په بریالۍ توګه ترسره شوې. ګوګل دوې ورځې مخکې یو بل نوی ماډل موتر اعلان کړ دغه موټر بیله بریکه او دانسان له کنترول څخه کارکوي یعنې بریک او اکسلیټر Accelerator نه لري.
پاسورډ چي هیر شي بیا څه کول پکاردي
پاسورډ چي هیر شي بیا څه کول پکاردي
تاسي ته مالومه ده په اوسني وخت کي کمپیوټر ته ډېره اړتیا لیدل کیږي او استعمالول یې هم ډېر سوی دی.
اوس دهرچا سره او په هر دفتر کي کمپیوټر وي خو د کمپیوټر استعمالول بې له کومي ستونزي نه وي ، له دغو ستونزو څخه یوه لویه ستونزه هم د پاسورډ ده چي کله پاسورډ هیر سي نو ستونزي جوړه سي بیا مجبوره یې چي وینډوز ورته وکړې او ستا ضروري مواد له منځه ولاړ سي خو له وینډوزه پرته څو طریقې سته چي دا ستونزه حل کولای سي .
اوله طریقه:
کمپیوټر چالانده کړئ او د F8 بټن ووهئ چي پدې سره د (( سیف موډ)) آپشن راځي او هغه کلیک کړئ بیاچي وینډوز ویلکم او یا لاګ آن راغلی نو یو ځای del+alt+ctrl کښېکاږئ چي پدې سره مخامخ د وینډوز ((کلاسیک لاګ ان باکس)) خلاصیږي چي په اوله خانه کي یې Administrator ولیکئ او د پاسورډ خانه یې خالي پرېږدی او د انټر بټن ووهئ چي پدې سره به ستاسي وینډوز خلاص سي او بیا کولای سئ د کنټرول پېنل له لاري نوی پاسورډ ورکړئ .
!با ويندوز نو مايکروسافت ويستا ، آشنا شوید
با ويندوز نو مايکروسافت ويستا ، آشنا شوید!
سه نسخه ويستا برای استفاده خانگی ويندوز در نظر گرفته شده، دو نسخه مختلف برای شرکت های تجاری طراحی شده و برای کشورهای با رشد سريع اقتصادی نيز يک نسخه جداگانه عرضه شده است.
يکی از نسخه های خانگی ويستا امکان ضبط و نمايش مجدد برنامه های تلويزيونی را در اختيار استفاده کنندگان قرار می دهد.
ويستا که در ابتدای طراحی اش با نام لانگ هورن شناخته می شد يکی از مهمترين تحولات در نحوه نمايش پروگرام ويندوز و چگونگی اجرای امور شبکه توسط اين ویندوز است.
مايکروسافت گفته است که شش نسخه مختلف ويندوز ويستا بر اساس نيازهای متفاوت استفادهکنندگان این ویندوز طراحی شده اند.